د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي چې په ننګرهار ولایت کې د ځڼغوزیو حاصلات پام وړ ډېر شوي دي. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، سږ کال به د ننګرهار د ځڼغوزیو له طبیعي ځنګلونو څخه د اټکل له مخې ۱۴۰ مټریک ټنه خالص ځڼغوزي ترلاسه شي. خو د طالبانو امارت ویلي دي چې عادي ملکي خلک د دغو هوايي بریدونو هدف ګرځېدلي دي، چې په نتیجه کې یې د ماشومانو او ښځو په ګډون لږ تر لږه شپږ دېرش کسان وژل شوي دي او ګڼ شمېر نور ژوبل شوي دي. د یوناما دفتر هم د ۲۸ ملکي افرادو، چې ماشومان او ښځې هم پکې شامل دي، د وژل کېدو خبر تصدیق کړی دی. خو لکه چې ټول خلک خبر دي، دا لومړی ځل نه دی چې پاکستاني الوتکو په افغانستان کې ملکي خلک د هوايي بمباریو هدف ګرځولي دي. په ۲۰۲۱ کال کې چې طالبانو په افغانستان کې سیاسي واک ترلاسه کړ، دا د پاکستان له خوا پر افغانستان «اووم هوايي برید» دی. په تېرو بریدونو کې د پاکستان تر ټولو خونړی هوايي برید په کابل کې د امید روغتون په ناروغانو شوی و، چې سلګونو کسانو پکې ژوند له لاسه ورکړی و. که څه هم پاکستان په پرلهپسې توګه ادعاوې کړې دي چې په افغانستان کې د هوايي بریدونو هدف د تحریک طالبان پاکستان…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
په ننګرهار کې سږ کال د ۱۴۰ مټریک ټنه خالصو ځڼغوزیو اټکل شوی
سرچینې
Afghan sources
په ننګرهار کې سږ کال د ۱۴۰ مټریک ټنه خالصو ځڼغوزیو اټکل شوی