مزارشریف (پژواک) – د بلخ امنیه قومانداني وایي، په دغه ولایت کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله څلورو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپیان شوي دي. د بلخ امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې نن (چهارشنبه) د کابل – مزارشریف پر لویه لار د دوو سویفټ ډوله موټرو د ټکر له امله درې کسانو ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور سخت ټپیان شوي دي. سرچینې زیاته کړې چې د مړو شویو کسانو جسدونه د امنیتي ځواکونو له لوري روغتون ته لېږدول شوي او وروسته یې کورنیو ته سپارل شوي دي. د خبرپاڼې له مخې، ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او تر درملنې لاندې دي. دغه راز، امنیې قوماندانۍ ویلي چې تېره ورځ هم د مزارشریف ښار په دشت شور سیمه کې د یوه بنز ټېلر او سویفټ ډوله موټر د ټکر له امله یو کس خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
بلخ کې د دوو ترافیکي پېښو له امله څلور کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي
سرچینې
Afghan sources
بلخ کې د دوو ترافیکي پېښو له امله څلور کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي