کابل (پژواک) – د افغانستان او ایران د سوداګرۍ ګډه خونه وایي چې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو د استازو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د ګډې پانګونې د فرصتونو پېژندلو او د سوداګریزو راکړو ورکړو د زیاتوالي په موخه د دوغارون په ازاده سیمه کې ګډه اقتصادي ناسته ترسره شوې ده. د افغانستان او ایران د سوداګرۍ ګډې خونې نن (چهارشنبه) پر خپله اېکسپاڼه په خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي چې دغه ناسته د یادې خونې د اجرائیوي رئیس پروېز حیدري، د کندهار ولایت د کانونو او صنایعو خونې د رئیس سیدسرور اماني، د دوغارون ازادې سیمې د سازمان د اجرائیوي رئیس محمدرضا مودودي او د دواړو هېوادونو د یو شمېر سوداګرو او اقتصادي فعالانو په ګډون ترسره شوې ده. د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو په دې ناسته کې د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د ګډې پانګونې د فرصتونو پر پېژندلو، د صنعتي همکاریو پر پراختیا او د سوداګریزو فعالیتونو پر اسانتیاوو خبرې کړې دي. د افغانستان او ایران د سوداګرۍ ګډې خونې اجرائیوي رئیس پروېز حیدري د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دغې خونې تر اوسه افغانستان ته د ګڼو سوداګریزو او اقتصادي پلاوو سفرونه تنظیم کړي او تل چمتو ده چې د ایران له خصوصي…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
د افغانستان او ایران خصوصي سکټورونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې
منابع
Afghan sources
د افغانستان او ایران خصوصي سکټورونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې