د طالبانو د پکتیا امنیه قوماندانۍ ویلي، چې امنیتي ځواکونو یې په ډنډپټان ولسوالۍ کې له پاکستان نه د ۲۰ میله تومانچو او څلورو کلاشنکوفونو د قاچاق مخنیوی کړی دی. د یادې قوماندانۍ په وینا، د دې پېښې په تړاو تر اوسه څوک نه دي نیول شوي. په نورستان کې ځايي سرچینو نن دوشنبه، د چنګاښ پر ۱۵مه وویل، چې د طالبانو د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو پخوانی مدیر محمد شعیب اسلامیار د کونړ ولایت د چپې درې څخه د یوې دیارلس کلنې نجلۍ د تښتونې پرمهال د طالبانو امنیتي ځواکونو نیولی دی. د سرچینو په وینا، نوموړی له کونړ څخه د نورستان مرکز پارون ته لېږدول شوی او اوس مهال د امنیه قوماندانۍ په بندخونه کې زنداني دی. سرچینې وايي، طالبان هڅه کوي چې دا مساله د جرګې له لارې حل کړي څو موضوع رسنیزه نه شي. یوې سرچینې وویل:« د طالبانو مسوولین هڅې کوي چې د خپلې ډلې د غړي دا پېښه پټه وساتي او د خبرو له لارې موضوع ته د حل لاره پیدا کړي.» محمد شعیب اسلامیار درې کاله د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو مدیر پاتې شوی دی. د طالبانو د ادارې پر عدلي او قضايي ادارو نیوکه کیږي، چې له بیاځلي واک ته رسېدو راهیسې هڅه کوي د خپلو غړو جرمونه او فساد پټ وساتي او رسنیز نه شي. تر اوسه…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
طالبانو په پکتیا کې له پاکستان نه د قاچاق کېدونکو وسلو د نیولو خبر ورکړی
سرچینې
Afghan sources
طالبانو په پکتیا کې له پاکستان نه د قاچاق کېدونکو وسلو د نیولو خبر ورکړی