د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي له ترکي شارژدافیر سادین ایلد سره د لیدنې پرمهال روغتیایي کارکوونکو ته د روزنې او ناروغانو ته د ویزو غوښتنه کړې ده. د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویلي چې د دغه وزارت طالب وزیر مولوي نور جلال جلالي د چارشنبې په ورځ، د لړم ۱۳مه په کابل کې د ترکیې له شارژدافیر سادین ایلد سره د لیدنې پرمهال د افغانستان بازارونو ته د ترکي درملو واردولو په برخه کې د اسانتیاو رامنځته کولو غوښتنه هم کړې ده. طالبانو د کومې څرګندې ژمنې له یادولو پرته ویلي، چې ترکي شاژدافیر په روغتیايي سکټور کې د همکاریو دوام په اړه ډاډ ورکړی دی. دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د شخړې له امله د افغانستان په بازارونو کې د پاکستاني درملو پر کارونې سخت بندیز لګول شوی دی. تردې وړاندې د افغانستان د درملو ډېره برخه تکیه پر پاکستاني درملو وه، چې ویل کیږي دغه بندیز او د بدیل نشتوالي افغان ناروغان له سختو ستونزو سره مخ کړي دي. د «افغانستان د زدهکړو وضعیت ۲۰۲۶» راپور له مخې، د ۲۰۲۱ کال راهیسې له ۲.۶ میلیونو ډېرې افغانې نجونې له متوسطه او لېسې زدهکړو محرومې شوې دي. راپور ټینګار کوي چې افغانستان لا هم د نړۍ یوازینی هېواد دی چې نجونې پکې له ۱۲ کلنۍ وروسته ښوونځیو…
Quick facts
Timeline
-
AF International
طالب وزیر له ترکیې څخه د روغتیايي کارکوونکو د روزنې او ناروغانو ته د ویزو غوښتنه کړې
Sources
Afghan sources
طالب وزیر له ترکیې څخه د روغتیايي کارکوونکو د روزنې او ناروغانو ته د ویزو غوښتنه کړې