HealthKabulافغانستانپښتو

طالبانو په لسو ولایتونو کې د ۲۱ زرو بندیانو د ساتلو خبر ورکړ — AF International

روان خبرHealthKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-11-04 12:27:28🎙 راډیو واورئ

د طالبانو د زندانونو چارو د سمون ادارې منلې، چې دوی یوازې په لسو ولایتونو کې تر یوویشت زرو تنو پورې بندیان لري. دغې ادارې په یوه خبرپاڼه کې له دغو یوویشت زرو بندیانو سره د سره صلیب نړیوالې کمېټې د ژمنیو مرستو د پيل خبر هم ورکړی دی. د طالبانو د زندانونو د چارو د سمون ادارې نن چارشنبه( د لړم ۱۳مه) وویل چې د سره صلیب نړیوالې کمېټې په لسو ولایتونو کې ۲۱ زره بندیانو ته بشري مرستو وېش له کابله پیل کړی دی. د طالب چارواکو په وینا، په دغو مرستو کې ژمني توکي، روغتیایي لوازم او د حفظ‌الصحی توکي شامل دي. د دغو مرستو موخه د ژمي په موسم کې د بندیانو د لومړنیو اړتیاوو پوره کول ښودل شوي دي.په ورته وخت کې د کابل د توقیف‌خانو رییس عبدالمالک خاکسار ادعا کړې چې د دوی زندانونه د اوسېدو له ښو اسانتیاوو، د روغتیایي خدمتونو له مجهز روغتون او دیني او مسلکي زده‌کړو څخه برخمن دي. د بشري حقونو څارونکي بنسټونه او د طالبانو له زندانونو یو شمېر خوشې شوي بندیان بیا په دې زندانونو کې له بشري حقونو د پراخو سرغړونو خبر ورکوي، چې طالبان یې نه مني. نونز د پارلمان د استازو د پوښتنو په ځواب کې وویل، د فرانسې حکومت هڅه کوي افغانستان ته د هغو افغانانو د بېرته ستنولو زمینه برابره کړي چې…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-11-04 12:27:28

مهالوېش

  1. AF International

    طالبانو په لسو ولایتونو کې د ۲۱ زرو بندیانو د ساتلو خبر ورکړ

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-11-04 10:30:51

طالبانو په لسو ولایتونو کې د ۲۱ زرو بندیانو د ساتلو خبر ورکړ

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button