کابل (پژواک): رویټرز د باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ د ګوند ماتې ښايي ایران په خپلو اقداماتو او دریځ کې لا زړور کړي، خو ورته مهال ټرمپ اوس تر بل هر وخت ډېر غواړي چې له ایران سره د سولې هوکړې ته ورسېږي د راپور له مخې، د خلیج حکومتونو له لیدلوري دوو باخبره سرچینو ویلي چې ټرمپ تر بل هر وخت ډېر له ایران سره د سولې هوکړې ته د رسېدو انګېزه لري او له منځمهاله ټاکنو وروسته پر ایران د بل پراخ پوځي برید احتمال کم شوی دی. راپور کې همدارنګه راغلي: «خو که ایران د امریکا د منځمهاله ټاکنو پایلې د دغه هېواد د کمزورۍ نښه وګڼي، ښايي پوځي کړکېچ یو ځل بیا زیات شي او په دې ټاکنو کې د ټرمپ ماتې ښايي ایران په خپلو اقداماتو او دریځ کې لا زړور کړي.» رويټرز د اماراتو د پالیسۍ مرکز یوه غړي له قوله لیکلي، خو ورته مهال که تهران دې پایلې ته ورسېږي چې ټرمپ یوې یوې رښتینې هوکړې ته اړتیا لري، ښايي د جګړې د پای ته رسولو لپاره مناسب فرصت رامنځته شي. راپور کې همدارنګه راغلي چې منځمهاله ټاکنو کې امریکايي رایهورکوونکو له ایران سره له جګړې خپله ستړیا وښوده او د سونتوکو د بیو د پام وړ لوړېدل یې د دغې جګړې…
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
رویټرز: منځمهاله ټاکنو کې د ټرمپ ماتې ښايي ایران لا زړور کړي
Sources
Afghan sources
رویټرز: منځمهاله ټاکنو کې د ټرمپ ماتې ښايي ایران لا زړور کړي