Summary: د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست او د آذان ژباړې ټولنې له لوري، نن د اسلامي اقتصاد او د اسلام بنیادي عقاید کتابونو مخکتنه وشوه. په همدې مناسبت جوړو شويو مراسمو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر شیخ شېر احمد حقاني، د یادو کتابونو د منځپانګې د ارزښت، مطالعې اهمیت او د ځوانانو ترمنځ د کتاب لوستلو فرهنګ د ودې په اړه خبرې کړې دي. هغه د عقیدې، اسلامي اقتصاد، لوېدیځ اقتصاد او اشتراکي اقتصاد موضوعاتو ته په اشارې ویلي دي: "عقیده د اسلام د دین اساسي برخه ده او د انسان ټول اعمال پر همدې بنسټ ولاړ دي. اشغالګرو په تېرو شلو کلونو کې هڅه کوله چې د ناوړو تبلیغاتو او باطلو افکارو د خپرولو له لارې د ټولنې د وګړو پر افکارو کار وکړي. هغو کسانو چې کمزورې عقیده یې لرله؛ د دغو تبلیغاتو تر اغېز لاندې راغلل او مادي ګټو ته یې پر دیني ارزښتونو لومړیتوب ورکړ؛ خو برعکس، داسې کسان هم موجود وو چې په پیاوړې او ټینګې عقیدې سره د اشغالګرو پر تبلیغاتو و نه غولېدل، د اشغال پر وړاندې یې مقاومت او جهاد وکړ او په پایله کې یې د الله تعالی په نصرت او مرسته بریا ترلاسه کړه." د شیخ حقاني په وینا؛ د لوېدیځ اقتصاد پر داسې نظام ولاړ دی چې پکې د ځینو کسانو اقتصادي ګټې د نورو پر حقونو د ظلم او بې عدالتۍ له لارې تأمینېږي؛ خو په اسلامي اقتصاد کې د ټولنې د ټولو وګړو حقونو او ګټو ته پاملرنه کېږي او اقتصادي عدالت ځانګړی ارزښت لري. هغه ټینګار کړی چې په اسلامي اقتصاد کې تل پر اعتدال او منځلارۍ ټینګار شوی دی. د اطلاعاتو او فرهنګ وزير همدا رنګه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله له لوري د «عقیدة اهلالسنة والجماعة» د تألیف شوي کتاب یادونه کړې او له ګډونوالو څخه یې غوښتي چې دغه کتاب او نور عقیدوي کتابونه مطالعه کړي او نورو ته یې هم ورسوي. ورته مهال، د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیعالله صمیم، د آذان ژباړې ټولنې استازي مولوي ضیاءالحق حسان او نورو ویناوالو؛ د یادو کتابونو د منځپانګې په اړه خبرې کړې او د دغو کتابونو چاپېدل یې د ټولنې له مهمو اړتیاوو څخه یاد کړي دي. ویناوالو هم له ګډونوالو څخه غوښتي چې مطالعې ته وخت ورکړي او د مطالعې فرهنګ په دودولو کې لا زياتې هڅې وکړي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
د اسلامي اقتصاد او د اسلام بنیادي عقاید کتابونو مخکتنه وشوه
سرچینې
Afghan sources
د اسلامي اقتصاد او د اسلام بنیادي عقاید کتابونو مخکتنه وشوه