د اوسپنې پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو لېږد څه باندې دوه برابره… — Pajhwok
کابل (پژواک) – د ټولګټو وزارت وایي، د ۱۴۰۵ لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د حیرتان، آقینې او تورغونډۍ بندرونو او د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۴.۸ میلیونه مټریک ټنه سوداګریز توکي لېږدول شوي چې دا د تېر کال د ورته مودې په پرتله څه باندې دوه برابره زیاتوالی ښيي. د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له یادو څلورو لارو ټولټال څلور میلیونه، ۸۸۸ زره او ۲۶۸ مټریک ټنه سوداګریز توکي لېږدول شوي دي. د هغه د معلوماتو له مخې، د ۱۴۰۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له همدې لارو دوه میلیونه، ۱۸۲ زره او ۳۱۲ مټریک ټنه سوداګریز توکي لېږدول شوي وو. یادې شمېرې ښيی چې د روان کال د لومړیو شپږو میاشتو د انتقالاتو کچه د تېر کال د همدې مودې په پرتله څه باندې دوه برابره زیاته شوې ده. حقشناس ویلي چې له یادو لارو هېواد ته تېل، مایع ګاز، غنم، اوړه، غوړي او نور خوراکي او ساختماني توکي وارد شوي دي. د هغه په وینا، دغه راز وچه مېوه، ګاز لرونکي مشروبات، معدني ډبرې، پنبه او نور کورني تولیدات هم له یادو لارو د سیمې هېوادونو ته صادر شوي دي. د ټولګټو وزارت ویاند زیاته کړې چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د…
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
د اوسپنې پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو لېږد څه باندې دوه برابره زیات شوی
Sources
Afghan sources
د اوسپنې پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو لېږد څه باندې دوه برابره زیات شوی