EnglishKabulافغانستانامنیت

په سمنګان کې ترافیکي پېښې یو تن مړ او ۹ نور ټپیان کړل… — Amu TV

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-07-06 12:17:18🎙 Listen to radio

د کابل-مزارشریف پر لویه لاره د یوې ترافیکي پېښې له امله یو تن مړ شوی او ۹ نور کسان ټپیان شوي دي. په سمنګان ولایت کې د طالبانو امنیتي چارواکو په وینا، دا پېښه د دغه ولایت د خلم ولسوالۍ په اړونده ساحه کې د یوه «۵۸۰» ډوله مسافروړونکي بس او یوه «ټېلر» موټر د جنګېدو له امله رامنځته شوې ده. په سمنګان کې د پولیسو قوماندانۍ د دغې پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې په پېښه کې مړ شوی کس د مسافربري بس چلونکی دی. دا په داسې حال کې ده چې نن د دوشنبې په سهار د کابل-کندهار پر لویه لاره هم د یوه بس د اوښتلو له امله یو تن مړ او ۲۸ نور ټپیان شول. په هېواد کې ترافیکي پېښې په بې‌ساري توګه زیاتې شوې دي او په وروستیو میاشتو کې یې د لسګونو کسانو ژوند اخیستی دی. د «آمو» ټلوېزیون لخوا راټول شوي ارقام ښيي چې د روان لمریز کال له پیل څخه تر اوسه پورې، په بېلابېلو ولایتونو کې لږ تر لږه ۱۲۰ ترافیکي پېښې شوې دي. د دغو امارو پر بنسټ، په یادو پېښو کې د ۱۴ ماشومانو په ګډون ۱۰۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۹۸ نور کسان ټپیان شوي دي. د ترسره شویو څېړنو پایلې څرګندوي چې تر ټولو زیاتې ترافیکي پېښې د کابل–هرات او کابل–جلال‌آباد پر…

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-07-06 12:17:18

Timeline

  1. Amu TV

    په سمنګان کې ترافیکي پېښې یو تن مړ او ۹ نور ټپیان کړل | آمو ټلویزیون

Sources

Afghan sources

Amu TVPS
2026-07-06 09:50:24

په سمنګان کې ترافیکي پېښې یو تن مړ او ۹ نور ټپیان کړل | آمو ټلویزیون

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button