د ملګرو ملتونو ځانګړي صندوق په خپل کلني راپور کې خبرداری ورکړی چې په تېرو څه باندې پنځو کلونو کې په افغانستان کې د بودجې د کمښت، د درملو د نشتوالي او د کارکوونکو د کموالي له امله د نشهيي توکو د درملنې شاوخوا ۸۰ سلنه مرکزونه تړل شوي دي. د دغه راپور له مخې، د تېر حکومت له سقوط وړاندې په هېواد کې د روږدو کسانو د درملنې ۹۲ مرکزونو فعالیت درلود چې ۹ یې ځانګړي د ښځو او ماشومانو لپاره وو، خو په ۲۰۲۱ کال کې د سیاسي تحولاتو وروسته د نړیوالو مرستو پرې کېدو ډېری دا مرکزونه وتړل. راپور کاږي چې د درملنې د مرکزونو تړل کېدو په هېواد کې د مخدره موادو زوړ بحران نور هم سخت کړی او په ورته وخت کې یې د ځوانانو ترمنځ د مصنوعي نشهيي توکو په ځانګړې توګه د ښېښې (متآمفتامین) د مصرف د زیاتوالي په اړه جدي خبرداری ورکړی دی. یاد سازمان د طالبانو لخوا د روږدو کسانو د اجباري درملنې پر شېوې هم اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دا ډول جبري درملنه ګټوره نه ده، د بېرته روږدي کېدو کچه یې لوړه ده او د بشري حقونو له معیارونو سره هم سمه نه ده. په راپور کې راغلي چې په داسې وضعیت کې، د ملګرو ملتونو په ملاتړ د ۳.۱ میلیون ډالرو په ارزښت یوې پروژې…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Amu TV
ملګري ملتونه: افغانستان کې د روږدو د درملنې ۸۰ سلنه مرکزونه تړل شوي دي | آمو ټلویزیون
منابع
Afghan sources
ملګري ملتونه: افغانستان کې د روږدو د درملنې ۸۰ سلنه مرکزونه تړل شوي دي | آمو ټلویزیون