د کاناډا د دولتي رسنۍ سي بي سي د راپور له مخې، دغه هېواد یوې ۱۸ کلنې افغانې زدهکوونکې ته، چې د کاناډا په یوه خصوصي ښوونځي کې یې بشپړ بورس ترلاسه کړی و، د زدهکړو ویزه رد کړې ده. د راپور له مخې، د امنیتي دلایلو له امله د دې افغانې زدهکوونکې نوم نه دی خپور شوی. نوموړې د یوې کاناډايي خیریه موسسې د پروګرام له لارې له زرګونو غوښتونکو څخه د هغو درېیو افغانو نجونو په ډله کې شامله وه چې د زدهکړو لپاره غوره شوې وې.هغې د برېټش کولمبیا په یوه خصوصي شبانهروزه ښوونځي کې د دوو کلونو زدهکړو لپاره بشپړ بورس ترلاسه کړی و. د بورس له مخې د زدهکړو فیس، د اوسېدو او خوراک لګښتونه، درسي وسایل او نور شخصي مصارف ټول ورکول کېدل.زدهکوونکې سي بي سي ته ویلي: «کله چې مې د منلو لیک ترلاسه کړ، داسې احساس مې کاوه چې د خپل راتلونکي لپاره نوې دروازه راته پرانیستل شوې ده. باور مې درلود چې زما ټولې هڅې نتیجه ورکړې ده.»خو څو میاشتې وروسته د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت ادارې د هغې د زدهکړو د ویزې غوښتنلیک رد کړ.د راپور له مخې، کاناډايي چارواکو ویلي چې دوی نه دي قانع شوي چې نوموړې د زدهکړو او په کاناډا کې د ژوند د لګښتونو د پوره کولو لپاره کافي مالي سرچینې لري. همداراز په…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
کاناډا د بشپړ بورس لرونکې افغانې زدهکوونکې ویزه رد کړه
منابع
Afghan sources
کاناډا د بشپړ بورس لرونکې افغانې زدهکوونکې ویزه رد کړه