د طالبانو له پېښو سره د مبارزې ادارې او د سولیډیرېټي انټرنشنل نړیوالې موسسې د ۹۵۷ زره او ۷۶۴ امریکايي ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهمنامه لاسلیک کړې. طالبانو ویلي په ۱۲ ولایتونو کې له پېښو زیانمنو کورنیو سره به بېړنۍ مرستې وشي. یادې ادارې د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۱۴مه) ویلي، چې نورالدین ترابي د یادې موسسې له مشرې کلیمنټین ګورین سره د تفاهمنامې د لاسلیک په مراسمو کې د پېښو له زیانمنو شویو خلکو سره پر وخت مرستې مهمې وبللې او ټینګار یې وکړ چې مرستې باید د خلکو د اړتیاوو له مخې، په بېړني او متوازن ډول ووېشل شي. دا مرستې به د طبیعي پېښو، اقلیمي بدلونونو، وسلهوالو نښتو، زلزلو، د کولرا ناروغۍ د خپرېدو او نورو بېړنیو حالاتو پر مهال د ارزول شویو اړتیاوو له مخې وړاندې کېږي. په افغانستان کې، چې میلیونونه وګړي له بېوزلۍ، بېکارۍ، لوږې او طبیعي پېښو سره مخ دي، د بشري مرستو د وېش پر څرنګوالي هم نیوکې او شکایتونه دوام لري. یو شمېر زیانمنې کورنۍ ادعا کوي چې مرستې د اړتیا او زیان د کچې پر بنسټ نه وېشل کېږي او ځینې مستحق کسان ترې بېبرخې پاتې کېږي. نهان د فرانسې د ملي شورا له مشرې یایل براون پیوې سره تر لیدنې او خبرو وروسته په خپله ایکسپاڼه لیکلي، د افغان ښځو د جنسیتي اپارتاید د جرم په…
Quick facts
Timeline
-
AF International
طالبان: د پېښو له زیانمنو ۳۶۰۰ کورنیو سره د مرستې لپاره نږدې یو میلیون ډالر ځانګړي شوي
Sources
Afghan sources
طالبان: د پېښو له زیانمنو ۳۶۰۰ کورنیو سره د مرستې لپاره نږدې یو میلیون ډالر ځانګړي شوي