د بشري حقونو د څار سازمان وايي، د بنګلهدېش امنیتي ځواکونو د لوړو معاشونو غوښتونکو اعتراض کوونکو کارګرانو د خورولو لپاره له لرګیو او اوښکې بهوونکي ګاز څخه کار اخیستی. دغه سازمان له چارواکو یې غوښتي چې د کارګرانو پر وړاندې تاوتریخوالی ودروي او د پېښو عاملان ځواب ویلو ته اړ کړي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ په خپلو څرګندونو کې دا روښانه نه کړه، چې ایا د اقتصادي فشارونو دوام او د قطر په منځګړیتوب خبرې اترې به وکولای شي د واشنګټن او تهران ترمنځ اختلافات کم کړي؛ که د امریکا د منځمهاله ټاکنو له پای ته رسېدو وروسته به پوځي عملیات بیا پیل شي.ټرمپ له اسراییلي ۱۲ ټلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي: «زه د هېڅ اقدام لپاره بیړه نهلرم. موږ د هغوی اقتصاد فلج کړی». هغه د خبرو اترو په اړه ویلي، چې مذاکرات په ښه توګه روان دي؛ خو واشنګټن لا ډاډه نه دی چې په ایران کې وروستۍ پرېکړه د چا په لاس کې ده او نه غواړي یو ځل بیا په مذاکراتو کې وخت ضایع کړي.ټرمپ ویلي، د ایران مشران د ده د تمې خلاف له امریکا سره د هوکړې لپاره بیړه نه لري؛ خو هغوی اوس د جګړې له پیل راهیسې تر بل هر وخت له واشنګټن سره هوکړې ته ډېر لېواله دي.ټرمپ په یوه بله مرکه کې…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
د بشري حقونو د څار سازمان: بنګلهدېش کې دې د کارګرانو پر وړاندې تاوتریخوالی ودرول شي
سرچینې
Afghan sources
د بشري حقونو د څار سازمان: بنګلهدېش کې دې د کارګرانو پر وړاندې تاوتریخوالی ودرول شي