کابل (پژواک) – د ترکیې پارلمان له سعودي عربستان او پاکستان سره ګډ دفاعي تړون تصویب کړی چې موخه یې د درېیو هېوادونو ترمنځ د دفاعي همکاریو پیاوړتیا، د پوځي همغږۍ زیاتوالی او د امنیتي ګواښونو پر وړاندې ګډه مبارزه ده. د الجزیرې د راپور له مخې، د ترکیې پارلمان د پنجشنبې په ورځ (د لړم ١٤مه) د مکې ګډ دفاعي تړون تصویب کړ چې د روان کال په اګسټ میاشت کې د ترکیې، سعودي عربستان او پاکستان ترمنځ لاسلیک شوی و. د راپور له مخې، دغه تړون د ۲۷۹ موافقو او ۱۱۹ مخالفو رایو په ترلاسه کولو تصویب شو او د ترکیې پارلمان له ټولټال ۵۹۲ غړو څخه ۳۹۸ کسانو په رایهاچونه کې ګډون کړی و. دغه تړون ۱۶ مادې لري او موخه یې د غړو هېوادونو ترمنځ د دفاعي همکاریو پیاوړتیا، پوځي همغږي او د امنیتي ګواښونو پر وړاندې مبارزه ښودل شوې ده. د تړون د لومړۍ مادې له مخې، لاسلیک کوونکو هېوادونو ژمنه کړې چې د یو بل د ځمکنۍ بشپړتیا پر وړاندې د ګواښونو له منځه وړلو لپاره به له ټولو اړینو امکاناتو کار اخلي. دغه راز، د تړون په دویمه ماده کې راغلي چې که کوم غړی هېواد د بل هېواد یا د هېوادونو د یوې ډلې له وسلهوال برید یا پوځي تېري سره مخ شي، نور غړي هېوادونه باید سمدستي له ټولو شته امکاناتو…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
د ترکیې پارلمان له سعودي عربستان او پاکستان سره ګډ دفاعي تړون تصویب کړ
منابع
Afghan sources
د ترکیې پارلمان له سعودي عربستان او پاکستان سره ګډ دفاعي تړون تصویب کړ