EnglishKabulافغانستانامنیت

د ترکیې پارلمان له سعودي عربستان او پاکستان سره ګډ دفاعي تړون تصویب… — Pajhwok

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-11-06 05:00:49🎙 Listen to radio

کابل (پژواک) – د ترکیې پارلمان له سعودي عربستان او پاکستان سره ګډ دفاعي تړون تصویب کړی چې موخه یې د درېیو هېوادونو ترمنځ د دفاعي همکاریو پیاوړتیا، د پوځي همغږۍ زیاتوالی او د امنیتي ګواښونو پر وړاندې ګډه مبارزه ده. د الجزیرې د راپور له مخې، د ترکیې پارلمان د پنجشنبې په ورځ (د لړم ١٤مه) د مکې ګډ دفاعي تړون تصویب کړ چې د روان کال په اګسټ میاشت کې د ترکیې، سعودي عربستان او پاکستان ترمنځ لاسلیک شوی و. د راپور له مخې، دغه تړون د ۲۷۹ موافقو او ۱۱۹ مخالفو رایو په ترلاسه کولو تصویب شو او د ترکیې پارلمان له ټولټال ۵۹۲ غړو څخه ۳۹۸ کسانو په رایه‌اچونه کې ګډون کړی و. دغه تړون ۱۶ مادې لري او موخه یې د غړو هېوادونو ترمنځ د دفاعي همکاریو پیاوړتیا، پوځي همغږي او د امنیتي ګواښونو پر وړاندې مبارزه ښودل شوې ده. د تړون د لومړۍ مادې له مخې، لاسلیک کوونکو هېوادونو ژمنه کړې چې د یو بل د ځمکنۍ بشپړتیا پر وړاندې د ګواښونو له منځه وړلو لپاره به له ټولو اړینو امکاناتو کار اخلي. دغه راز، د تړون په دویمه ماده کې راغلي چې که کوم غړی هېواد د بل هېواد یا د هېوادونو د یوې ډلې له وسله‌وال برید یا پوځي تېري سره مخ شي، نور غړي هېوادونه باید سمدستي له ټولو شته امکاناتو…

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-11-06 05:00:49

Timeline

  1. Pajhwok

    د ترکیې پارلمان له سعودي عربستان او پاکستان سره ګډ دفاعي تړون تصویب کړ

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-06 09:29:49

د ترکیې پارلمان له سعودي عربستان او پاکستان سره ګډ دفاعي تړون تصویب کړ

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button