کابل (پژواک) – د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني په ټیلیفوني خبرو کې د سیمې د کړکېچ کمولو او د روان بحران د پای ته رسولو پر ډیپلوماټیکو هڅو خبرې کړې دي. د الجزیرې د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن (جمعه، د لړم ۱۵مه) د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره ټیلیفوني خبرې کړې دي. سرچینې زیاته کړې چې دواړو مشرانو د خپلو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو د پیاوړتیا ترڅنګ، د سیمې پر وروستیو تحولاتو، په ځانګړې توګه د کړکېچ کمولو پر ډیپلوماټیکو هڅو خبرې کړې دي. د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو د نړیوالو روانو هڅو او د قطر د منځګړیتوب پر رول هم خبرې کړې چې موخه یې د اړوندو خواوو ترمنځ د اختلافاتو کمول او د خبرو اترو له لارې یوې هر اړخیزې هوکړې ته رسېدل دي. د قطر امیر په دغو خبرو کې ټینګار کړی چې د اختلافاتو د هواري لپاره باید خبرې اترې دوام ومومي او له ډیپلوماټیکو لارو کار واخیستل شي، څو په سیمه کې د کړکېچ د لا زیاتېدو مخه ونیول شي. نوموړي دغه راز د سمندري تګ راتګ د ازادۍ او د انرژۍ د لېږد د امنیت پر خوندي ساتلو ټینګار کړی دی. دا ټیلیفوني خبرې داسې مهال شوې چې قطر د امریکا او…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
ټرمپ او د قطر امیر د سیمې د کړکېچ کمولو پر ډیپلوماټیکو هڅو خبرې کړې دي
منابع
Afghan sources
ټرمپ او د قطر امیر د سیمې د کړکېچ کمولو پر ډیپلوماټیکو هڅو خبرې کړې دي