Developmentافغانستاندری

بامیانو کې د څه باندې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د شپږو پراختیایي… — Bakhtar

در حال تکمیلDevelopment1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-11-06 11:17:06🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د بامیانو ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کې د ۵ میلیونه ۲۷۴ زره افغانیو په لګښت د شپږو ټولګټو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د بامیانو والي د دغو پروژو د پرانیستې په مراسمو کې د ټولګټو پروژو پر دوام او د خلکو اړتیاوو ته پر رسېدنې ټینګار وکړ او د یکاولنګ له اوسېدونکو یې وغوښتل، چې د جوړو شویو تاسیساتو په ساتنه او څارنه کې له مسوولینو سره همکاري وکړي. نوموړي همدارنګه د سیادرې او دره‌بیدک کانونو د فعالیتونو د ارزونې لپاره د یوه باصلاحیته کمېټې له جوړېدو خبر ورکړ او ویې ویل، چې د کانونو قراردادي شرکتونه باید خپلې ژمنې، په ځانګړي ډول د ټولنیزو خدمتونو او د سیمې د اوسېدونکو اړتیاوو ته د رسېدنې په برخه کې په بشپړ ډول عملي کړي. همداراز د یکاولنګ ښاروال ډاکټر حسین جاوید وویل، چې په دغو پروژو کې د ښاري سړکونو جغل اچونه، د پلچکونو کانکریټ‌، د څښاک اوبو څاګانو کېندل، د ښځو په سوداګریز مارکېټ کې د ۳۶ دوکانونو ترمیم او بیارغونه، د تشنابونو جوړول او د تنظیفي خدمتونو او د سړکونو بیارغونه شامل دي. نوموړي زیاته کړه، چې دغه پروژې د ښاروالۍ له بودجې څخه د ۵ میلیونه او ۲۷۴ زره افغانیو په لګښت پلې شوې دي او په بشپړېدو سره یې د سیمې اوسېدونکو ته اړینې اسانتیاوې برابرې شوې دي.

اطلاعات کوتاه

موضوعDevelopment
منابع1
به‌روزرسانی2026-11-06 11:17:06

خط زمانی

  1. Bakhtar

    بامیانو کې د څه باندې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د شپږو پراختیایي پروژو چارې بشپړې شوې

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-11-06 10:20:00

بامیانو کې د څه باندې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د شپږو پراختیایي پروژو چارې بشپړې شوې

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button