HealthKabulافغانستاندری

د عامې روغتيا وزير د هېواد په روغتيايي برخه کې د ترکيې همکاري… — Bakhtar

در حال تکمیلHealthKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-11-06 11:17:11🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي، په کابل کې د ترکیې له شارژدافیر سادین ایلد سره کتلي دي. د عامې روغتيا وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې د عامې روغتیا وزیر، د افغان روغتیايي کارکوونکو د روزنې، د زړه په نیمګړتیاوو د اخته ماشومانو د درملنې لپاره د اسانتياوو زیاتوالي، په ولسوالیو کې د عمومي روغتونونو جوړولو او تجهیز او د سرطان روغتون لپاره د اړینو تجهیزاتو برابرولو برخو کې د ترکیې همکاري اړینه وبلله. هغه ويلي چې د ترکیې درمل د افغانستان په روغتیايي بازار کې شته او په دې برخه کې باید د وارداتو او سوداګرۍ لپاره لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته شي. د هېواد د عامې روغتيا وزير همدا رنګه، د هغو ناروغانو لپاره چې لا پرمختللې درملنې ته اړتیا ولري؛ ترکیې ته د سفر په موخه د ویزې په برخه کې د اسانتیاوو برابرول مهم بللي دي. دغه راز د ترکیې شارژدافیر ډاډ ورکړی چې هېواد به یې د افغانستان له روغتیايي سکټور سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي او د عامې روغتیا وزارت د اړتیاوو له مخې به د اړینو تجهیزاتو او امکاناتو برابرولو په برخه کې هڅې وکړي. هغه ويلي چې د درملو په برخه کې یو شمېر ترکي پانګه‌ والو د افغانستان بازار ته لاره موندلې او په دې برخه کې به لا ډېره پاملرنه وشي.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-11-06 11:17:11

خط زمانی

  1. Bakhtar

    د عامې روغتيا وزير د هېواد په روغتيايي برخه کې د ترکيې همکاري مهمه وبلله

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-11-06 07:10:33

د عامې روغتيا وزير د هېواد په روغتيايي برخه کې د ترکيې همکاري مهمه وبلله

منبع اصلی

اړوندې مقالې

دا هم وګورئ
Close
Back to top button