د ههنګاو په نوم د ایران د بشري حقونو یوه سازمان ویلي، چې یاد کسان د چهارشنبې ورځې په سهار (د لړم ۱۳مه) د کرج ښار په قزلحصار زندان کې اعدام شوي دي. د دغه سازمان په وینا، یاد شوی افغان سکندري نومېده او د قتل په تور اعدام شوی دی. د ههنګاو په وینا، دغه افغان سکندري نومېده او له خپل ګاونډي سره د شخړې پر مهال د هغه د وژلو په تور نیول شوی وو. دغه سازمان زیاته کړې، چې یوې سیمهییزې رسنۍ «همشهري» هم هغه افغان بللی دی. د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، درې نور کسان هم په جلا جلا قضیو کې د وژنې په تور اعدام شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې ههنګاو څو ورځې وړاندې هم د مبارک محمدي او قاسم ملا امیني په نومونو د دوو افغانانو له اعدامېدو خبر ورکړی وو. افغانستان انټرنشنل پښتو تر دې وړاندې د خپلو راټولو شویو شمېرو له مخې ویلي وو، چې د روان ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې په ایران کې د اعدام شویو افغانانو شمېر ۲۷ تنو ته رسېدلی دی. د استرالیا د دفاعي ځواکونو د عمومي مفتش په دویم راپور کې راغلي، چې په افغانستان کې د دغه هېواد د ځانګړو ځواکونو د ځینو سرتېرو لهخوا د افغانانو د «غیر معمولي» وژنو په اړه لوړپوړي پوځي چارواکي له ګڼو خبرداریو…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
ههنګاو: ایران د یوه افغان په ګډون څلور کسان اعدام کړي
سرچینې
Afghan sources
ههنګاو: ایران د یوه افغان په ګډون څلور کسان اعدام کړي