کابل (پژواک) – رویټرز راپور ورکړی چې د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې د ډیموکراټانو له بریا وروسته، د مصنوعي ځیرکتیا پر صنعت د سختو مقرراتو د لګېدو په اړه د پانګهوالو د اندېښنو له امله، د امریکا او اسیا په مالي بازارونو کې د ټکنالوژۍ شرکتونو د ونډو بیې په پراخه کچه راټیټې شوې دي. د رویټرز د راپور له مخې، پانګهوال اندېښنه لري چې ډیموکراټان به په کانګرېس او ایالتي حکومتونو کې له خپل نوي سیاسي ځواک څخه په استفادې، د مصنوعي ځیرکتیا او معلوماتو د مرکزونو پر فعالیتونو څارنه زیاته کړي او د دغو مرکزونو د پراختیا بهیر به ورو کړي. سرچینې لیکلي چې د همدې اندېښنو له امله، د پنجشنبې په ورځ د امریکا د ټکنالوژۍ شرکتونو د ونډو مهم شاخص «ناسډاک» ۵.۵ سلنه راولوېد چې د تېرو شاوخوا ۱۹ میاشتو تر ټولو ستر ورځنی کمښت بلل کېږي. د راپور له مخې، دغه وضعیت د جمعې په ورځ د اسیا مالي بازارونو ته هم وغځېد او د جاپان د ونډو «نیکې» شاخص شاوخوا شپږ سلنه راټیټ شو، په داسې حال کې چې د سویلي کوریا او تایوان بازارونو هم د پام وړ زیانونه ولیدل. رویټرز لیکلي چې د سویلي کوریا د سامسونګ او «اېسکې هاینیکس» او د تایوان د «ټياېساېمسي» په ګډون، د مصنوعي ځیرکتیا د چپونو تولیدوونکو سترو شرکتونو د ونډو بیې هم راټیټې شوې…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
د ډیموکراټانو له بریا وروسته د اېای په اړه اندېښنې؛ د ټکنالوژۍ شرکتونو ونډې راولوېدې
سرچینې
Afghan sources
د ډیموکراټانو له بریا وروسته د اېای په اړه اندېښنې؛ د ټکنالوژۍ شرکتونو ونډې راولوېدې