د پاکستان د بلوچستان ایالت په کلا عبدالله ولسوالۍ کې د تښتول شوي تن تر خلاصون او د حکومت له استازو سره تر موافقې وروسته، د دوو جسدونو په اېښودلو سره پيل شوی پنځه ورځنی ولسي پرلت پای ته رسېدلی دی. دا اعتراضي پرلت د ناپېژانده وسلهوالو په ډزو کې د پلار او زوی تر وژل کېدو او د یو بل کس تر تښتول کېدو وروسته پیل شوی و، چې له امله یې د کوټې او چمن ترمنځ لویه لاره هم د تګ راتګ پر مخ تړل شوې وه. د راپورونو له مخې، تښتول شوی ځوان چې محمد حیدر کاکړ نومېږي، د نومبر د پنځمې او شپږمې نېټې په منځنۍ شپه کې خوشې او د پرلتوالو مخې ته حاضر کړل شو. د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ضیا لانګو په مشرۍ حکومتي پلاوي له معترضانو سره خبرې کړي او لانګو ويلي چې په جمهوري ټولنه کې سوله يیز لاریون او اعتراض د ولس حق دی او حکومت د پرلتوالو د غوښتنو پلي کولو ته ژمن دی، خو د ناامنۍ او ترهګرۍ د مخنیوي لپاره ولس باید د امنیتي ځواکونو بشپړ ملاتړ وکړي. د اکتوبر د ۳۱مې پر شپه د کلا عبدالله ولسوالۍ د تنګ مسېزۍ په سیمه کې د وسله والو په ډزو کې پلار او زوی وژل شوي او يو کس تښتول شوی و. پوهنتون کارکوونکو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
په بلوچستان کې د تښتونې او وژنو پر ضد ولسي اعتراض پای ته ورسېد
سرچینې
Afghan sources
په بلوچستان کې د تښتونې او وژنو پر ضد ولسي اعتراض پای ته ورسېد