د بشري حقونو سازمان هانا چي په ایران کي د بشري حقونو وضعیت څاري، په یوه راپور کي ویلي دي چي ډېر افغان کډوال په ځانګړې توګه ښځي او ماشومان د خپل شخصي حيثيت د قانوني په رسميت پیژندلو او اغیزمن قضایي خوندیتوب ته د لاسرسي په برخه کي له جدي خنډونو سره مخ دي. هانا ویلي دي چي دا ننګوني پر ايران باندي د امريکا متحده ایالاتو او اسرائیل تر بريد وروسته، د امنیتي تدابیرو، عامه خدماتو کي خنډونو، انټرنیټ بندیدو او پر افغان اتباعو باندي د اداري او قانون پلي کونکو فشارونو د زیاتوالي له امله زیاتي سوي دي. اوس مهال، شاوخوا ۴،۵ میلیونه افغان کډوال په ایران کي ژوند کوي. مخکي، د ناروې د کډوالو شورا هم ویلي ول چي افغان کډوال، د زیان منونکو ایرانیانو ترڅنګ، د جګړې درنه بیه پرې کوي. هانا ویلي دي چي په ایران کي د افغان کډوالو یوه له مهمو حقوقي ننګونو څخه «د شخصي احوالو اړوند چارو د ثبت او په رسمیت پېژندني له پاره د یو اغېزمن، شفاف او د لاسرسي وړ نظام نشتوالی» دی. په راپور کي راغلي دي چي واده، طلاق، زېږون، نسب، سرپرستي، پالنه، میراث او د شخصي وضعیت اړوند نوري چارې ډېر وخت نه ثبتېږي، او یا هم اداري او قضايي چارواکو ته د هغوی ثابتول ستونزمن وي. To view this video please enable JavaScript,…
Quick facts
Timeline
-
Dw
راپور: په ایران کي د افغان کډوالو حقوقي بحران شدت موندلی
Sources
External sources
راپور: په ایران کي د افغان کډوالو حقوقي بحران شدت موندلی