EnglishKabulافغانستانامنیت

د سریلانکا د نگومبو په زندان کې نښته؛ ۱۹ کسان وژل شوي او… — Pajhwok

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-07-06 16:19:06🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۵):د سریلانکا د نگومبو ښار په زندان کې د نښتو له امله لږ تر لږه ۱۹ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي. دغه نښتې د یکشنبې په ورځ د پلازمېنې کولمبو شمال ته شاوخوا ۳۵ کیلومتره لرې د نگومبو په زندان کې پیل شوې او تر دوشنبې ورځې یې دوام وکړ. د نگومبو روغتون مشرې، پوشپا گاملات، د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې د څلورو زندان ساتونکو او ۱۵ بندیانو جسدونه دغه روغتون ته لېږدول شوي او تر ۱۰۰ ډېر ټپیان بندیان هم تر درملنې لاندې نیول شوي دي. په همدې حال کې، د «هیرو» په نوم یوې سیمه‌ییزې ټلوېزیوني شبکې د قربانیانو شمېر لږ تر لږه ۲۰ کسان ښودلی دی. د سریلانکا د پولیسو ویاند چاندانا هرات د نښتې پېښېدل او د یو شمېر کسانو وژل کېدل تایید کړي، خو نور جزییات یې نه دي ورکړي. د سریلانکا چارواکو تر اوسه د دغو نښتو د علت په اړه څه نه دي ویلي او د دې پېښې انګېزه لا هم روښانه نه ده.

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-07-06 16:19:06

Timeline

  1. Pajhwok

    د سریلانکا د نگومبو په زندان کې نښته؛ ۱۹ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر نور ټپیان دي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-06 20:47:30

د سریلانکا د نگومبو په زندان کې نښته؛ ۱۹ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر نور ټپیان دي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button