کابل (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۵): د اوکراین پر پلازمېنه کییف د روسیې د توغندیزو او بېپېلوټه الوتکو بریدونو له امله لږ تر لږه ۱۱ کسان مړه شوي او ۵۶ نور ټپیان دي. دغه برید نن سهار وختي، د دوشنبې په ورځ، پر کییف وشو چې له امله یې ۱۰ کسان په پلازمېنه او یو بل کس د ښار په شاوخوا سیمو کې مړ شوی دی. دغه راز، ۴۶ کسان په کییف او ۱۰ نور د دغه ښار په څنډو کې ټپیان شوي دي. د کییف ښار د نظامي ادارې مشر تیمور تکاچنکو ویلي چې په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۵ ودانیو ته زیان اوښتی چې څلور ودانۍ یې د «پودیلسکي» په تاریخي سیمه کې دي. نوموړي زیاته کړې چې د لټون او ژغورنې عملیات لا هم روان دي او ښايي د قربانیانو شمېر زیات شي. اوکرایني رسنیو هم راپور ورکړی چې د خطر زنګونو له غږېدو وروسته زرګونو کسانو تر ځمکې لاندې پناهځایونو ته پناه یوړه. د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي له دې برید یوه ورځ مخکې خبرداری ورکړی و چې ښايي روسیه د ناټو د غونډې له ترسره کېدو مخکې یو بل پراخ برید وکړي. ټاکل شوې نوموړی د دې غونډې په څنډه کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري. په همدې حال کې، روسي چارواکو ویلي چې د کریمیا ټاپووزمې ته نږدې د سواستوپول…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
د اوکراین پر پلازمېنه د روسیې برید؛ لږ تر لږه ۱۱ کسان مړه شوي
منابع
Afghan sources
د اوکراین پر پلازمېنه د روسیې برید؛ لږ تر لږه ۱۱ کسان مړه شوي