د ترکیې په ختیځ کې د حکاري ښار پولیسو د شنبې په ورځ خبر ورکړی، چې ۶۳ افغان پناهغوښتونکي یې دغه هېواد ته د «ناقانونه» ننوتلو د هڅې پرمهال نیولي دي. د پولیسو په وینا، نیول شوي پناهغوښتونکي د بهرنیو وګړو د اېستلو یوه مرکز ته لېږدول شوي دي. د کار نړۍوال سازمان هم په خپل تازه راپور کې د افغانستان د کار بازار د ژورو ستونزو، د ښځو د اقتصادي فعالیتونو د محدودېدو او د راستنېدونکو کډوالو له امله د کاري فرصتونو پر وړاندې د زیاتېدونکي فشار یادونه کړې ده. له افغانستان انټرنشنل-پښتو سره د خبرو پرمهال یوشمېر افغانانو ویلي، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دولتي دندې او ورځني کاري فرصتونه محدود شوي او د خلکو اقتصادي وضعیت تر دې حده کړکېچن شوی چې ځینې کورنۍ د خپلو ماشومانو د راتلونکي خوندي کولو لپاره د خپلو شتمنیو پلورلو او پور اخیستلو ته اړې شوې دي. د کونړ د اسعداباد ښار اوسېدونکی اکرامالله وايي، د طالبانو له واکمنېدو وروسته د دولتي دندو دروازې د عامو خلکو پر مخ تړل شوې او د ورځنۍ مزدورۍ فرصتونه هم کم شوي دي. د نوموړي په وینا، د کار او عاید د نشتوالي له امله یې کورنۍ اړ شوې چې بهر ته د هغه د سفر لپاره خپله کرنیزه ځمکه وپلوري. اکرامالله افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل: «د طالبانو له راتګ سره دولتي دندې…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
د ترکیې په حکاري ښار کې ۶۳ افغان پناهغوښتونکي نیول شوي دي
سرچینې
Afghan sources
د ترکیې په حکاري ښار کې ۶۳ افغان پناهغوښتونکي نیول شوي دي