DiplomacyKabulافغانستاندری

فطرت: د بهرنیانیو په ملاتړ د نمایشي جبهو جوړوونکي افغانان نه دي — Pajhwok

در حال تکمیلDiplomacyKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-11-08 09:51:26🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک) – د افغانستان د وسله‌وال پوځ لوی درستیز وایي، اسلامي امارت اوس‌مهال یوه خپلواکه اردو لري او هغه کسان چې د بهرنیانو په ملاتړ یې نمایشي جبهې جوړې کړې دي، افغانان نه دي، بلکې د پاکستان په ملاتړ غواړي افغانان وځوروي او ورته اندېښنې پیدا کړي. نوموړي دغه‌راز له بهرمېشتو افغانانو وغوښتل چې هېواد ته راستانه او د نورو د ګټو ښکار نه شي. لوی درستیز قاري محمدفصیح‌الدین یادې څرګندونې نن په کابل کې د وسله‌وال پوځ لوی درستیز د جګړه‌ییزو ګډو زده‌کړو قوماندانۍ د نوو ځوانانو په فراغت‌غونډه کې وکړې. هغه فارغ شوو کسانو ته په خطاب کې وویل: «تاسو د دښمنانو پر وړاندې خپله اماده‌ګي ونیسئ او خپل قوت ورته وښیاست، په ټولو برخو کې پوره اماده‌ګۍ ونیسئ، څو له هر ډول تېري محفوظ واوسئ او له خپلې خاورې دفاع وکړئ.» فطرت زیاته کړه، اسلامي امارت ته هڅه کړې چې په عصري وسایلو سمبال او تعلیم‌یافته اردو جوړه کړي او اوس‌مهال یوه خپلوانه اردو لري. هغه دغه‌راز وویل: «ټولو هغو هېوادوالو ته چې په بهر کې اوسي، پیغام مې دا دی چې راشئ خپل هېواد ته، ارام او عزتمند ژوند وکړئ، نور د پردیو په اشارو دلته تخریبي کړنې مه ترسره کوئ او د نورو د ګټو مه ښکار کېږئ.» د هېواد له بېلابېلو سرحدي ولایتونو څخه ١١٠٠ نوي ځوانان چې د اسلامي اردو لیکو ته…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعDiplomacy
منابع1
به‌روزرسانی2026-11-08 09:51:26

خط زمانی

  1. Pajhwok

    فطرت: د بهرنیانیو په ملاتړ د نمایشي جبهو جوړوونکي افغانان نه دي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-08 14:18:38

فطرت: د بهرنیانیو په ملاتړ د نمایشي جبهو جوړوونکي افغانان نه دي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button