Kabulافغانستانامنیتدری

فطرت: زموږ مخالفین افغانان نه، بلکې د پاکستان په امر فعالیت کوونکې جبهې… — Amu TV

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-11-08 21:30:05🎙 رادیو را بشنوید

د طالبانو حکومت د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز، فصیح‌الدین فطرت، وايي، هغه کسان چې د طالبانو د نظام پر ضد وسله‌والې جبهې جوړوي، افغانان نه دي او د ده په وینا، دغه جبهې د پاکستان له لوري تمویلېږي او پوځي تجهیزات ورته برابرېږي. فطرت دغه څرګندونې په کابل کې د اسلامي اردو د ۱۱۰۰ تازه جذب شوو سرتېرو د فراغت په مراسمو کې کړې دي. نوموړي ویلي چې د طالبانو پر ضد د وسله‌والو جبهاتو تر شا د پاکستان ملاتړ او مرستې شتون لري. نوموړي په ورته مهال له بهر مېشتو افغانانو غوښتي چې هېواد ته راستانه شي او په خپل وطن کې له ارامۍ او عزت سره ژوند وکړي. فطرت له هغوی غوښتي چې د ده په خبره، له هغو اقداماتو ډډه وکړي چې د هېواد د ویجاړۍ او بې‌ثباتۍ لامل کېږي او د نورو د ګټو قرباني نه شي. د طالبانو د وسله‌والو ځواکونو د لوی درستیز دفتر د معلوماتو له مخې، په دغو مراسمو کې ۱۱۰۰ تازه جذب شوي سرتېري له څلورو میاشتو مسلکي، نظري او عملي زده‌کړو وروسته فارغ شوي دي. فطرت په یادو مراسمو کې ګډون کړی او د فراغت د بهیر یې له نږدې لیدنه کړې ده.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-11-08 21:30:05

خط زمانی

  1. Amu TV

    فطرت: زموږ مخالفین افغانان نه، بلکې د پاکستان په امر فعالیت کوونکې جبهې دي | آمو ټلویزیون

منابع

Afghan sources

Amu TVPS
2026-11-08 12:23:34

فطرت: زموږ مخالفین افغانان نه، بلکې د پاکستان په امر فعالیت کوونکې جبهې دي | آمو ټلویزیون

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button