د خیبر پښتونخوا د والي سلاکارې ثمر هارون بلور ویلي، تر هغه چې د افغانستان له خاورې پر پاکستان «ترهګریز» بریدونه کېږي او د اسلاماباد امنیتي اندېښنې نه وي حل شوې؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري به بېرته پیل نهشي. هغې ویلي، د سوداګریزو لارو بیا پرانیستل د اسلاماباد د امنیتي اندېښنو په حل او د طالبانو په عملي همکارۍ پورې تړلي دي. ثمر بلور له طالبانو غوښتي، چې ډاډ ورکړي د افغانستان خاوره به د وسلهوالو ډلو لهخوا د پاکستان پرضد د بریدونو لپاره نه کارول کېږي.هغې ټینګار کړی، چې د «ترهګرۍ» ګواښ لاهم شته؛ خو په خیبر پښتونخوا کې امنیتي وضعیت د پخوا پرتله ښه شوی دی. ثمر بلور د امنیتي وضعیت ښه کېدل د پولیسو د ګزمو د زیاتېدو او د پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا پایله بللې ده.د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري د ۱۴۰۴کال له تلې میاشتې راهیسې وروسته له هغې په ټپه ودرېده، چې پر ډیورنډ کرښه نښتې وشوې او پاکستان د افغانستان پر بېلابېلو سیمو هوايي بریدونه وکړل. د پکتیا ولایت رسنیز دفتر (د لړم ۱۷مه) پر اېکسپاڼه لیکلي، چې عبدالخالق عابد د طالبانو له ویاندویانو او د بېلابېلو رسنیو له استازو سره په لیدنه کې ویلي رسنۍ د ولسونو ترمنځ د یووالي، د ټولنې د اصلاح، د عامه پوهاوي د لوړولو او د ناسمو معلوماتو د خپرېدو…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
ثمر بلور: د «ترهګرۍ» دوام د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ د عادي کېدو مخه نیسي
منابع
Afghan sources
ثمر بلور: د «ترهګرۍ» دوام د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ د عادي کېدو مخه نیسي