Summary: د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنرستان ریاست له لوري د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست په همکارۍ په دغه ولایت کې د «هنري او فرهنګي سیالۍ» تر سرلیک لاندې د سلو هنري اثارو نندارتون جوړ او سیالۍ ترسره شوې. د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګ او هنر مر مولوي عبدالمتین عادل باختر اطلاعاتي اژانس ته وویل، چې دغه نندارتون د هنرمندانو ترمنځ د ترسره شویو هنري سیالیو ارزونې په مناسبت جوړ شوی دی. د نوموړي په وینا، دغه هنري سیالۍ په تېرو دوو ورځو کې د ۴۰ هنرمندانو په ګډون ترسره شوې او په پایله کې یې شپږو تنو غوره مقامونه خپل کړل. هغه وویل، په دغه نندارتون کې د هرات هنرمندانو له لوري جوړ شوي ۱۰۰ هنري اثار، چې خطاطي او نقاشي پکې شاملې دي، د هنر مینهوالو ته د نندارې لپاره ایښودل شوي دي. د غلام محمد میمنه ګي هنري ښوونځي امر محمد هاشم شارق وویل چې د دغې سیالۍ موخه د هنري استعدادونو پېژندنه ښودل شوې ده. هغه زیاته کړې، چې اړوند ریاست هڅه کوي د هنرمندانو د ودې، پیاوړتیا او لا ښه معرفي کېدو لپاره لا زیات فرصتونه برابر کړي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
هرات کې د هنري اثارو نندارتون پرانیستل شو