KabulPoliticsافغانستانپښتو

د جي‌۷ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران په فرانسه کې د اوکراین جګړې… — Pajhwok

روان خبرPoliticsKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-11-09 11:27:17🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک) – د اوو سترو صنعتي هېوادونو (جي‌۷) د بهرنیو چارو وزیران نن د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د روسیې او اوکراین پر جګړې، د امریکا او ایران ترمنځ پر کړکېچ، په منځني ختیځ کې پر وروستیو تحولاتو او یو شمېر نورو نړیوالو ننګونو د خبرو لپاره سره راټول شوي دي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دغه دوه ورځنۍ غونډه د فرانسې په کوربه‌توب د امریکا، بریتانیا، جرمني، ایټالیا، کاناډا او جاپان د بهرنیو چارو وزیرانو او د اروپایي ټولنې د استازو په ګډون جوړېږي. د راپور له مخې، د اوکراین جګړه د غونډې له مهمو موضوعاتو ده او د جي‌۷ غړي هېوادونه له اوکراین سره د پوځي، مالي او انرژۍ په برخو کې د مرستو پر دوام او د جګړې د پای ته رسولو لپاره پر ډیپلوماټیکو هڅو خبرې کوي. دغه غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې ټاکل شوې د سه‌شنبې په ورځ د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبۍ کې د امریکا، روسیې او اوکراین د استازو ترمنځ خبرې وشي. رویټرز د جي‌۷ ډلې د څلورو ډیپلوماټانو له قوله راپور ورکړی چې د پاریس غونډه به د واشنګټن متحدانو ته هم فرصت برابر کړي، څو د امریکا له منځمهاله ټاکنو وروسته د اوکراین جګړې، منځني ختیځ او له خپلو متحدانو سره د اړیکو په اړه د ډونالډ ټرمپ د ادارې دریځ وارزوي….

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-11-09 11:27:17

مهالوېش

  1. Pajhwok

    د جي‌۷ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران په فرانسه کې د اوکراین جګړې او له ایران سره پر کړکېچ خبرې کوي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-09 15:54:57

د جي‌۷ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران په فرانسه کې د اوکراین جګړې او له ایران سره پر کړکېچ خبرې کوي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button