په کندز کې د اوبو رسولو دوه شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې — Bakhtar
Summary: په کندز کې د اوبو رسولو دوو شبکو په ګټې اخیستنې سره، څه باندې ۵۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې. د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي: "د کندز د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په ګل تپې ولسوالۍ کې د څه باندې ۹.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو دوو شبکو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې."ویل شوي چې په دغو شبکو کې د ۹۰ او ۱۰۰ متره په ژوروالي د دوو څاه ګانو کیندل، د ۲۰ متره مکعب په وړتیا د پاکو اوبو دوو ذخیرو جوړول، د ۱۱ زره ۵۶۶ مترو په اوږدوالي د پايپ غځول او د ۳۴۹ شیردانونو او ۱۶ سولر تختو نښلول شامل دي.هېره دې نه وي، چې د یادو شبکو د رغولو په بهیر کې د سیمې لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړېدو سره یې ۵۰۶ کورنیو د څښاک اوبو ته لاسرسی پیدا کړ.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
په کندز کې د اوبو رسولو دوه شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
سرچینې
Afghan sources
په کندز کې د اوبو رسولو دوه شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې