افغانستانامنیتپښتوغور

افغانستان کې د ژمي په درشل کې د شديدې لوږې په اړه خبرداری — Dw

روان خبرSecurityغور1 سرچینېتازه شوی: 2026-11-09 14:42:21🎙 راډیو واورئ

دې آژانس د دوشنبې په ورځ د يوې اعلامیې په خپرولو سره وويل په داسې حال کې چې ښو اورښتونو د خوراکي توکو د شتون وضعيت يو څه ښه کړی دی خو اوس هم په میليونو کورنۍ د خپلو بنسټيزو اړتياوو پوره کولو له پاره د هغې د رانيولو توان نه لري. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي: «خواړه موجود دي خو په ميليونونو کسان یې د رانيولو توان نه لري.» اړونده موضوع: د طالبانو د واکمنۍ پنځه کاله؛ افغانان په کوم حالت کې ژوند کوي؟ په دې رپوټ کې په هېواد کې ناوړه بشري بحران په ګوته شوی دی او د پراخې لوږې، د ماشومانو خوار ځواکۍ او د کلونو د وچکالۍ له کبله معيشت ته د رسېدلي ژور زيان په اړه خبرداری ورکړل شوی دی. To view this video please enable JavaScript, and consider upgrading to a web browser that supports HTML5 video د اوچا په دې رپوټ کې راغلي چې تر څلورو میليونو ډېر هغه ماشومان چې لا پنځه کلن شوي نه دي، ښايي په ۲۰۲۷م کې د خوارځواکۍ له کبله درملنې ته اړتيا ولري. اړونده موضوع:په افغانستان کي د لوږي د بحران په اړه خبرداری د بشري مرستو آژانسونه سپارښتنه کوي چې سملاسي او ژوند ژغورونکې مرسته د ژمي له رارسېدو دمخه مهمه ده. خو اوچا ټینګار کړی دی چې دوامداره…

لنډ معلومات

ځایغور
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-11-09 14:42:21

مهالوېش

  1. Dw

    افغانستان کې د ژمي په درشل کې د شديدې لوږې په اړه خبرداری

سرچینې

External sources

DwPS
2026-11-09 14:41:20

افغانستان کې د ژمي په درشل کې د شديدې لوږې په اړه خبرداری

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button