Englishافغانستانامنیت

امریکايي قاضي د پنځو افغان کډوالو د اېستلو بهیر په لنډمهاله توګه وځنډاوه — AF International

DevelopingSecurity1 SourcesUpdated: 2026-11-10 01:10:18🎙 Listen to radio

په نیویارک کې یوه فدرالي قاضي ویکټور ماررو د یوه حکم په صادرولو سره له امریکا نه افغانستان یا درېیم هېواد ته د دوو ښځو په ګډون د پنځو افغان کډوالو د اېستلو بهیر د محکمې تر بلې خبرتیا پورې وځنډاوه. د دغه حکم له مخې، د امریکا حکومت مکلف دی چې د دغه کسانو د اېستلو هر ډول پلان په اړه لږ تر لږه یوه اوونۍ مخکې له عملي کېدو محکمې ته خبر ورکړي. ویکټور ماررو دغه حکم د جمعې په ورځ (د لړم ۱۵مه) صادر کړی دی. دغه پنځه افغانان محبوبه باقري، محمد امیر حسني، محمد سرور خدای‌داد، رضا عطایي او سکینه بېګ‌زاد نومېږي. دوی ټول د امریکا د ټېکساس او لویزیانا ایالتونو د کډوالۍ ادارې په توقیف‌خونو کې ساتل کېږي او د اېستلو له ګواښ سره مخ دي. ماررو په خپل حکم کې ټینګار کړی، چې د امریکا حکومت باید د دغه کسانو د اېستلو هر ډول پرېکړه لږ تر لږه یوه اوونۍ مخکې له عملي کېدو څخه محکمې او د «پروجېکټ روسو» په نوم غیرانتفاعي سازمان ته ورسوي. دغه سازمان چې کډوالو ته حقوقي خدمتونه وړاندې کوي، (د لړم ۱۱مه) د امریکا د حکومت پر یوشمېر چارواکو، د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې پر سرپرست، د کورني امنیت پر وزیر، لوی څارنوال او د بهرنیو چارو پر وزیر دعوه کړې ده. دغه نوی حکم د هغه لنډمهاله…

Quick facts

TopicSecurity
Sources1
Updated2026-11-10 01:10:18

Timeline

  1. AF International

    امریکايي قاضي د پنځو افغان کډوالو د اېستلو بهیر په لنډمهاله توګه وځنډاوه

Sources

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-11-10 00:02:48

امریکايي قاضي د پنځو افغان کډوالو د اېستلو بهیر په لنډمهاله توګه وځنډاوه

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button