د افغانستان او ازبکستان شرکتونو په کابل کې په یوه غونډه کې د ۱۵۰ مېلیون ډالرو په ارزښت د سوداګریزو همکاریو ۱۸ تفاهملیکونه لاسلیک کړل. دغه تفاهملیکونه د ودانیزو چارو، کیمیاوي صنایعو، د سینګار توکو د تولید او یوشمېر نورو برخو کې لاسلیک شوي دي. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند احسان الله احسان د دوشنبې په ورځ شینهوا اژانس ته وویل، چې دغه تړونونه د دواړو هېوادونو د ۸۷ تولیدي شرکتونو د استازو په حضور کې لاسلیک شول. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د ستراتېژۍ برخې مرستیال مجیبالرحمان شېرزاد په دغه غونډه کې ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا د اقتصادي ودې، د پانګونې زیاتوالي، د کاري فرصتونو رامنځته کېدو او د خلکو د ژوند ښه کېدو لامل کېدای شي. د ازبکستان د صادرونکو ټولنې مشر یارقین مالکوف هم د ودانیزو چارو، برېښنايي وسایلو او د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د صادراتو په برخو کې د خپل هېواد د شرکتونو د همکارۍ لپاره چمتووالی څرګند کړی دی. هغه ویلي، چې ازبک سوداګرو په افغانستان کې د پانګونې ګڼ فرصتونه په ګوته کړي او ځینې یې غواړي ګډ شرکتونه جوړ کړي. ورته مهال د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال صدراعظم عثماني په مشرۍ یو پلاوی د رسمي سفر لپاره د ازبکستان اندیجان ولایت ته تللی دی. د ازبکستان…
Quick facts
Timeline
-
AF International
افغان او ازبک شرکتونو ۱۸ سوداګریز تړونونه لاسلیک کړل
Sources
Afghan sources
افغان او ازبک شرکتونو ۱۸ سوداګریز تړونونه لاسلیک کړل