پلخمري (پژواک) – د بغلان د ولایت مقام وایي چې امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې ۲۸ میله تومانجې او یو نارنجکویشتونکی کشف او ترلاسه کړي او ورسره په تړاو څو کسان هم نیول شوي دي. د بغلان د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، نیول شوو کسانو چې یادې وسلې ترې ترلاسه شوې، ځانونه د وسلو ترمیموونکو معرفي کړي او ترڅنګ یې د وسلو پېر او پلور هم ترسره کاوه. سرچینې زیات کړې چې نیول شوي کسان اوسمهال د مرکزي بغلان ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ تر توقیف او څېړنو لاندې دي.
اطلاعات کوتاه
مکانبغلان
موضوعSecurity
منابع1
بهروزرسانی2026-11-10 07:30:02
خط زمانی
-
Pajhwok
بغلان کې ۲۸ میله تومانچې کشف او ترلاسه شوې دي