د طالبانو د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست وایي، افغان ځغاستونکی وکیل احمد پکتین له کندهاره تر کابله شاوخوا ۵۰۰ کیلومتره واټن په شپږو ورځو کې بشپړ کړی دی. پکتین تر دې مخکې له پکتیکا څخه تر غزني پورې ۶۲ کیلومتره واټن هم په ځغاسته لنډ کړی و. د طالبانو د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست نن سې شنبه، د لړم پر ۱۹مه لیکلي، چې د وکیل احمد پکتین په نوم د ځغاستې یوه افغان لوبغاړی چې له کندهار څخه تر کابل پورې نږدې ۵۰۰ کیلومتره واټن یې په شپږو ورځو کې په منډه وهلی و، د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې وستایه. وکیل احمد پکتین تر دې وړاندې د پکتیکا ولایت له مرکز څخه تر غزني ولایت پورې یې ۶۲ کیلومتره واټن په ځغاسته بشپړ کړی و. د کندهار د دوهمې حوزې اړوند د چوڼۍ سیمه ده، ورځ تر نیمايي تېره ده، لا هم ګڼ کسان چې د کار په لټه له کوره راوتلي د کار کولو چانس یې نه دی پیدا کړی او نن بېرته خالي لاس خپلو کورونو ته ستنیږي. دغه کارګران وايي، د روزانه مزوری په مټ د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کوي خو کله کله داسې هم کېږي چې ځینې کسان په څلور او پنځه ورځو هم کار نه شي پیدا کولی. د نورالله په نوم یو کارګر، چې د زابل…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
افغان ځغاستونکي په شپږو ورځو کې له کندهاره تر کابله ۵۰۰ کیلومتره منډه ووهله
سرچینې
Afghan sources
افغان ځغاستونکي په شپږو ورځو کې له کندهاره تر کابله ۵۰۰ کیلومتره منډه ووهله