افغانستانامنیتدریکندهار

طالبان وایي په غزني کې یې د خلکو له کورونو لسګونه میلې وسلې… — AF International

در حال تکمیلSecurityکندهار1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-11-10 13:11:51🎙 رادیو را بشنوید

په غزني کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ وايي، چې له ملکي کورونو یې لسګونه میلې وسلې نیولې دي. څایي خلک بیا شکایت کوي، چې طالبانو یې وسلې ټولې کړي، خو امنیتي اندېښنې یې نه دي حل شوي. د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، په تېرو شپږو میاشتو کې یې د غزني ولایت په مرکز او ۱۸ ولسوالیو کې ګڼ شمېر ناقانونه وسلې او مهمات نیولي دي. د طالب چارواکو په وینا، په نیول شویو وسلو او تجهیزاتو کې ۴۲ میله کلاشنکوفونه، ۲۲ میله بېلابېلې توپکچې، ۱۱ میله برنو ټوپکونه، درې قبضې راکټونه او یو پایه هاوان شامل دي. یو شمېر ځایي خلکو بیا ویلي، چې طالبانو ورسره د کورونو د پلټنې پر مهال ناوړه چلند کړی او له ښځینه پولیسو پرته یې کورونه پلټلي دي. دوی دغه راز زیاتوي، چې په کورونو کې د امنیتي اندېښنو له امله خلکو وسلې ساتلې، خو طالبانو یې د اندېښنو له حلولو پرته وسلې ټولې کړې دي. طالب چارواکو دغو شکایتونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو ادعا کوي چې په افغانستان کې یې بشپړ امنیت ټینګ کړی دی. د کندهار د دوهمې حوزې اړوند د چوڼۍ سیمه ده، ورځ تر نیمايي تېره ده، لا هم ګڼ کسان چې د کار په لټه له کوره راوتلي د کار کولو چانس یې نه دی پیدا کړی او نن بېرته خالي لاس خپلو کورونو ته…

اطلاعات کوتاه

مکانکندهار
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-11-10 13:11:51

خط زمانی

  1. AF International

    طالبان وایي په غزني کې یې د خلکو له کورونو لسګونه میلې وسلې راټولې کړې

منابع

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-11-10 11:31:52

طالبان وایي په غزني کې یې د خلکو له کورونو لسګونه میلې وسلې راټولې کړې

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button