افغانستانامنیتپښتوکندهار

د کندهار یو شمېر کارګران: طالبان په رغنیزو پروژو کې د «خپلوۍ» له… — AF International

روان خبرSecurityکندهار1 سرچینېتازه شوی: 2026-11-10 13:11:53🎙 راډیو واورئ

په کندهار کې یو شمېر روزمزد کارګران وايي، د کار په لټه سهار ماښام هڅې کوي، خو په ځینو دولتي پروژو کې طالبان یوازې هغه کسان د کارګرانو په توګه ګوماري چې اړیکې ورسره لري. د نورستان د منډول ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې تر دې مخکې د ځڼغوزیو له هرې بورۍ څخه چې شاوخوا اوه منه وزنه لري، ۱۰۰ افغانۍ مالیه اخیستل کېده، خو اوس د مالیاتو کچه څو برابره زیاته شوې ده. سیمه‌یزې سرچینې وايي چې دغه مالیات په نورستان کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ ریاست له لخوا ټاکل شوي او د طالبانو مامورین په خپله لارو کې د مکتوبي پاڼو په تر لاسه کولو سره له خلکو مالیه ټولوي. د هغو په خبره، دا لړۍ د منډول، نورګرام او دوآب په ولسوالیو کې روانه ده او د ۱۴۰۵ کال د تلې له لومړۍ نېټې راهیسې، د ځڼغوزیو د راټولو د فصل په پیل سره یوځای پلي شوې ده. د لویدیځ نورستان اوسېدونکي وايي چې د ډېری کورنیو اصلي عاید د ځڼغوزیو ، چارمغزو او لوبیا له پلور څخه لاس ته راځي. دوی دا محصولات د لغمان بازار ته په وړلو سره په بدل کې غوړي، وريجې او اوړه پېري، خو په لاره کې د مالیاتو د اخیستو له پوستو سره مخ کېږي او ترې پیسې اخیستل کېږي. د سرچینو په وینا،…

لنډ معلومات

ځایکندهار
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-11-10 13:11:53

مهالوېش

  1. AF International

    د کندهار یو شمېر کارګران: طالبان په رغنیزو پروژو کې د «خپلوۍ» له مخې کارګران ګماري

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-11-10 11:12:40

د کندهار یو شمېر کارګران: طالبان په رغنیزو پروژو کې د «خپلوۍ» له مخې کارګران ګماري

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button