Summary: په خوست ولایت کې د یوه خصوصي پانګوال له لوري د ۱۱۳ میلیونه افغانیو په اټکلي لګښت د «خوست امپریال» په نوم د ودونو او غونډو د یوه عصري تالار د جوړولو چارې پیل شوې. د دغې پروژې پانګوال کریمالله صدیقي باختر آژانس ته ویلي، چې په خوست کې د ودونو، کنفرانسونو او نورو غونډو لپاره د یوه عصري او معیاري ځای د نشتوالي له امله یې د یاد تالار د جوړولو پرېکړه کړې ده. د نوموړي په وینا، پر دې پروژه به شاوخوا ۱۱۳ میلیونه افغانۍ لګښت راشي او ټاکل شوې چې د جوړولو چارې یې په یوه کال کې بشپړې شي. صدیقي په خلیجي هېوادونو کې له مېشتو پانګوالو غوښتي، چې په خپل هېواد کې پانګونه وکړي او د هېواد په اقتصادي وده او د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې ونډه واخلي. بلخوا، د خوست اوسېدونکي مظلومیار صبري په دغه ولایت کې د پانګونې لپاره د مناسبو فرصتونو پر شتون ټینګار کړی او له نورو پانګوالو یې هم غوښتي، چې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي، څو له یوې خوا د هغوی لپاره د عاید زمینه برابره او له بلې خوا خلکو ته کاري فرصتونه رامنځته شي. د معلوماتو له مخې، د خوست امپریال تالار به پر اووه جریبه ځمکه جوړ شي، چې څلور سالونونه به ولري. دغه راز، دوه جریبه ځمکه به یې د موټرو تمځای ته ځانګړې شي او په یوه وخت کې به د ۴۵۰۰ کسانو د ځایولو ظرفیت ولري. د پروژې د پانګوال په وینا، په دغه تالار کې به شاوخوا ۵۰۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
خوست کې د ۱۱۳ میلیونه افغانیو په پانګونې د ودونو او غونډو د یوه عصري تالار د جوړولو چارې پیل شوې
سرچینې
Afghan sources
خوست کې د ۱۱۳ میلیونه افغانیو په پانګونې د ودونو او غونډو د یوه عصري تالار د جوړولو چارې پیل شوې