کونړ کې د نږدې ۴٩ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه اساسي پل… — Bakhtar
Summary: د کونړ ولایت په ناړۍ ولسوالۍ کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د ۴۸ میلیونه ۷۰۰ زره افغانیو په لګښت د یوه اساسي پل د جوړولو چارې پیل شوې. د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست استازي مسعود باختر آژانس ته ویلي، چې دغه پل د ناړۍ ولسوالۍ په څونهګلې سیمه کې جوړېږي، چې ۱۴۰ متره اوږدوالی، ۳.۲۰ متره پلنوالی او ۱۷۰ متره نښلونکی سړک لري. د نوموړي په وینا، د دغه پل د جوړولو چارې د اسلامي امارت له پراختیايي بودیجې تمویلېږي او ټاکل شوې په نهو میاشتو کې بشپړې شي. د یادونې وړ ده، چې د دغه پل په جوړېدو سره به د دوو درو او څلورو کلیو سلګونه کورنۍ د تګ راتګ اسانتیاوې ومومي او د سیمې د اوسېدونکو ترانسپورتي ستونزې به هواري کړي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
کونړ کې د نږدې ۴٩ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه اساسي پل د جوړولو چارې پیل شوې
منابع
Afghan sources
کونړ کې د نږدې ۴٩ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه اساسي پل د جوړولو چارې پیل شوې