Healthافغانستانخوستدری

بغلان کې د یوه ۳۰ بستریز روغتون د جوړولو چارې پیل شوې — Bakhtar

در حال تکمیلHealthخوست1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-11-10 23:54:24🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د بغلان ولایت په خوست ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړولو چارې د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي، د بغلان والي مولوي عبدالله مختار، روغتیايي مسوولینو، قومي مشرانو او یو شمېر سیمه‌ییزو چارواکو په حضور کې پرانیستل شو. د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي د دغه مرکز د پرانیستې په مراسمو کې وویل، چې د هېواد په ګڼو ولسوالیو کې د روغتیايي مرکزونو د جوړولو چارې روانې دي او د ډېرو مرکزونو تدارکاتي چارې هم بشپړې شوې دي. نوموړي زیاته کړه، چې د روغتیايي مرکزونو د جوړولو او فعالولو لړۍ به تر هغه دوام وکړي، څو د خلکو روغتیايي ستونزې هوارې او روغتیايي خدمتونو ته د هغوی لاسرسی پراخ شي. ورته مهال د بغلان والي مولوي عبدالله مختار هم وویل، چې په پام کې ده په جلګې ولسوالۍ، د پلخمري ښار په مرکز او د ډنډ غوري په سیمه کې هم ورته روغتیايي مرکزونه پرانیستل شي. همداراز د بغلان د عامې روغتیا رئیس مولوي احسان‌الله عاصم باختر آژانس ته ویلي، چې د دغه روغتیايي مرکز په فعالیت سره به د خوست، فرنګ او ګذرګاه‌نور ولسوالیو د اوسېدونکو روغتیايي ستونزې تر ډېره هوارې او روغتیايي خدمتونو ته به یې لاسرسی اسانه شي. د نوموړي په وینا، د دغه ۳۰ بستریز مرکز په فعالېدو سره به د سیمې اوسېدونکي په خپله سیمه کې روغتیايي خدمتونه ترلاسه کړي او د درملنې لپاره به لرې سیمو او نورو ولایتونو ته د تګ اړتیا یې کمه شي.

اطلاعات کوتاه

مکانخوست
موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-11-10 23:54:24

خط زمانی

  1. Bakhtar

    بغلان کې د یوه ۳۰ بستریز روغتون د جوړولو چارې پیل شوې

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-11-10 13:39:42

بغلان کې د یوه ۳۰ بستریز روغتون د جوړولو چارې پیل شوې

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button