KabulSportsافغانستاندری

د افغانستان د فوټبال له ۱۷ کلونو کم‌عمره ملي لوبډله نن له کمبودیا… — Pajhwok

در حال تکمیلSportsKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-11-11 07:07:20🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک) – د افغانستان د فوټبال له ۱۷ کلونو کم‌عمره ملي لوبډله د ۲۰۲۷ کال د اسیا د ۱۷ کلونو کم‌عمره فوټبال جام سیالیو د غوراوي پړاو په لړ کې نن (چهارشنبه) له کمبودیا سره مخ کېږي. د افغانستان د فوټبال فدراسیون پر خپله فېسبوک‌پاڼه په یوه خپاره کړي پیغام کې لیکلي چې دا لوبه نن د افغانستان پر وخت له غرمې وروسته یوه بجه د میانمار په کوربه‌توب ترسره کېږي. افغانستان په دغو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه له میانمار څخه څلور – یو ګټلې وه. د یادونې ده، د افغانستان د فوټبال له ۱۷ کلونو کم‌عمره ملي لوبډله په دغو سیالیو کې د «الف» ګروپ له اندونیزیا، میانمار، فېلیپین او کمبودیا سره یوځای ده. دغه سیالۍ د روان کال د لړم له ۱۷مې تر ۲۹مې د میانمار په یانګون ښار کې ترسره کېږي.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSports
منابع1
به‌روزرسانی2026-11-11 07:07:20

خط زمانی

  1. Pajhwok

    د افغانستان د فوټبال له ۱۷ کلونو کم‌عمره ملي لوبډله نن له کمبودیا سره لوبه کوي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-11 11:35:06

د افغانستان د فوټبال له ۱۷ کلونو کم‌عمره ملي لوبډله نن له کمبودیا سره لوبه کوي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button