Politicsافغانستاندری

سرپل کې ۱۵ زره کورنیو ته د څښاک اوبه برابرېږي — Bakhtar

در حال تکمیلPolitics1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-11-11 11:58:54🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د سرپل ځايي مسوولینو په دغه ولایت کې د ۷۰ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې شبکې د جوړولو چارو د پیل کېدو خبر ورکړی دی. د اکشن‌اېډ مؤسسې د پروګرامونو عمومي رئیس سایمن ونکورو د سرپل له والي قاري بختیار معاذ سره په کتنه کې ویلي، چې د دغه ولایت په سنچارک، سوزمه ‌قلعه او ګوسفندي ولسوالیو کې د ۷۰ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو پروژې پلې کېږي.نوموړي زیاته کړې، چې د دغو پروژو په بشپړېدو سره به په یادو ولسوالیو کې ۱۵ زره کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شي.ورته مهال، د سرپل والي قاري بختیار معاذ د دغو پروژو هرکلی کړی او د اوبو رسولو د تأسیساتو پر دوامدارې ساتنې او څارنې یې ټینګار کړی دی.نوموړي د اکشن‌اېډ مؤسسې له مسوولینو غوښتي، چې د دغو پروژو لمن د الجهاد او صیاد ولسوالیو ته هم وغځوي.

اطلاعات کوتاه

موضوعPolitics
منابع1
به‌روزرسانی2026-11-11 11:58:54

خط زمانی

  1. Bakhtar

    سرپل کې ۱۵ زره کورنیو ته د څښاک اوبه برابرېږي

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-11-11 09:21:45

سرپل کې ۱۵ زره کورنیو ته د څښاک اوبه برابرېږي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button