Politicsافغانستانپښتوخوست

خوست کې د څلورو پراختیایي پروژو چارې پیل شوې — Bakhtar

روان خبرPoliticsخوست1 سرچینېتازه شوی: 2026-11-11 11:58:56🎙 راډیو واورئ

Summary: د خوست ولایت په شمل دو منده ولسوالۍ کې د دوه میلیونه افغانیو په لګښت د څلورو پراختایي پروژو چارې پيل شوې دي. د شمل دو منده ولسوالۍ ښاروال عثمان حیدري باختر اژانس ته ویلي، چې یادې پروژې د شمل دو منده ښاروالۍ له پراختیایي بودېجې څخه د دوه میلیونه افغانیو په لګښت پلې کېږي.هغه زیاته کړې چې په دغو پروژو کې د ۱۱۲ متره په اوږدوالي د پنځو کوڅو پخول د یوه استنادي دېوال جوړول او د یادې ښاروالۍ لپاره د ودانۍ ترمیمول شامل دي.هغه دغه راز ویلي چې د راتلونکي مالي کال لپاره د ولسوالۍ په بازار کې د څراغونو نصبولو، د اوبو رسولو او د برېښنا برابرولو پروژې هم په پلان کې لري.ورته مهال د سیمې اوسېدونکو د یادو پروژو په پلي کېدو خوښي څرګندوي او له حکومت څخه د ورته نورو ټولګتو پروژو د پلې کېدو غوښتنه کوي.

لنډ معلومات

ځایخوست
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-11-11 11:58:56

مهالوېش

  1. Bakhtar

    خوست کې د څلورو پراختیایي پروژو چارې پیل شوې

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-11-11 08:50:49

خوست کې د څلورو پراختیایي پروژو چارې پیل شوې

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button