Summary: د خوست ولایت په شمل دو منده ولسوالۍ کې د دوه میلیونه افغانیو په لګښت د څلورو پراختایي پروژو چارې پيل شوې دي. د شمل دو منده ولسوالۍ ښاروال عثمان حیدري باختر اژانس ته ویلي، چې یادې پروژې د شمل دو منده ښاروالۍ له پراختیایي بودېجې څخه د دوه میلیونه افغانیو په لګښت پلې کېږي.هغه زیاته کړې چې په دغو پروژو کې د ۱۱۲ متره په اوږدوالي د پنځو کوڅو پخول د یوه استنادي دېوال جوړول او د یادې ښاروالۍ لپاره د ودانۍ ترمیمول شامل دي.هغه دغه راز ویلي چې د راتلونکي مالي کال لپاره د ولسوالۍ په بازار کې د څراغونو نصبولو، د اوبو رسولو او د برېښنا برابرولو پروژې هم په پلان کې لري.ورته مهال د سیمې اوسېدونکو د یادو پروژو په پلي کېدو خوښي څرګندوي او له حکومت څخه د ورته نورو ټولګتو پروژو د پلې کېدو غوښتنه کوي.
اطلاعات کوتاه
مکانخوست
موضوعPolitics
منابع1
بهروزرسانی2026-11-11 11:58:56
خط زمانی
-
Bakhtar
خوست کې د څلورو پراختیایي پروژو چارې پیل شوې