Englishافغانستانامنیتنیمروز

نیمروز کې ۴۰ ټنه قاچاقي درمل وسوځول شول — Bakhtar

DevelopingSecurityنیمروز1 SourcesUpdated: 2026-11-11 11:59:00🎙 Listen to radio

Summary: د نیمروز ولایت د ګمرک ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې د ۴۰ ټنه قاچاقي درملو د له منځه وړلو خبر ورکړی دی. د یاد ولایت د ګمرک ریاست د ضبط شویو توکو د ګدامونو عمومي مدیر سید عارف سیدي باختر اژانس ته ویلي چې د درملو د قاچاق د مخنیوي په موخه جدي اقدامات ترسره کېږي او ضبط شوي درمل د قانوني مراحلو له بشپړېدو وروسته له منځه وړل کېږي.د نوموړي په وینا، د روان کال له پیل څخه راهیسې تر اوسه لسګونه ټنه قاچاقي درمل نیول او له منځه وړل شوي دي.ورته مهال، د یاد ولایت د ساتنې او څارنې ډلې مسوول قاري صالح محمد احمد وایي، چې د دوی ګرځنده ډلې د زرنج ښار په بېلابېلو برخو کې شپه او ورځ ګزمې کوي، څو هېواد ته د قاچاقي درملو د واردېدو مخه ونیسي.

Quick facts

Locationنیمروز
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-11-11 11:59:00

Timeline

  1. Bakhtar

    نیمروز کې ۴۰ ټنه قاچاقي درمل وسوځول شول

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-11-11 07:35:53

نیمروز کې ۴۰ ټنه قاچاقي درمل وسوځول شول

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button