افغانستانامنیتبغلانپښتو

طالبان وايي د بغلان د بورې فابریکې ۳۵۰ جریبه غصب شوې ځمکه یې… — AF International

روان خبرSecurityبغلان1 سرچینېتازه شوی: 2026-11-12 01:18:03🎙 راډیو واورئ

په بغلان کې د طالبانو د والي ویاند خپلواک فاروقي وايي، د دغه ولایت د دولتي بورې فابریکې شاوخوا ۳۵۰ جریبه ځمکه چې په ډنډغوري او بغلان مرکزي ولسوالیو کې د غاصبانو په ولکه کې وه بېرته ترې خلاصه شوې ده. د هغه په وینا، د یادې فابریکې دوه هوټلونه او دوه کورونه هم بېرته ترلاسه شوي او د بغلان د بورې شرکت ته سپارل شوي دي. د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړی، چې دغه ملکیتونه تر بېرته ترلاسه کولو وروسته یو ځل بیا په کرایه ورکړل شوي دي. د راپور له مخې، د بغلان د بورې فابریکې د نورو ملکیتونو د بېرته ترلاسه کولو هڅې هم روانې دي. په بغلان کې د طالبانو د والي ویاند خپلواک فاروقي ویلي، په دغه ولایت کې د ټولو هغو دولتي ځمکو د بېرته ترلاسه کولو هڅې روانې دي چې غصب شوې دي؛ څو دغه ملکیتونه بېرته د اړوندو ادارو واک ته وسپارل شي. هغه زیاته کړې، چې تر دې وړاندې هم د بغلان د بورې فابریکې لسګونه جریبه ځمکه د «غاصبانو له ولکې» اېستل شوې او دغه شرکت ته سپارل شوې وه.د بغلان مرکزي ولسوالۍ یوه بزګر ویلي، چې د بغلان د بورې له فابریکې سره د یوه تړون له مخې یې د بېرته ترلاسه شوې ځمکې په یوه برخه کې غنم او لبلبو (چغندر)…

لنډ معلومات

ځایبغلان
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-11-12 01:18:03

مهالوېش

  1. AF International

    طالبان وايي د بغلان د بورې فابریکې ۳۵۰ جریبه غصب شوې ځمکه یې بېرته راګرځولې ده

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-11-11 23:36:20

طالبان وايي د بغلان د بورې فابریکې ۳۵۰ جریبه غصب شوې ځمکه یې بېرته راګرځولې ده

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button