EconomyEnglishKabulافغانستان

د بامیان د کچالانو لومړۍ جوپه اوزبېکستان ته صادره شوه — Pajhwok

DevelopingEconomyKabul1 SourcesUpdated: 2026-11-12 05:49:36🎙 Listen to radio

کابل (پژواک) – د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې د اوزبېکستان له سوداګرۍ خونې سره له هوکړې وروسته، دغه هېواد ته د بامیان ولایت د کچالانو د صادراتو لړۍ پیل شوې او لومړۍ جوپه یې په اتو موټرو کې د اوزبېکستان ترمذ ښار پر لور روانه شوې ده. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې نن (پنجشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ خونو په ګډ نوښت او همکارۍ، په بامیان ولایت کې د کچالانو ازمایښتي کرنه ترسره شوې او د اوزبېکستان بازار ته د دغه محصول د صادراتو لپاره زمینه برابره شوې ده. د سرچینې د معلوماتو له مخې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رییس سیدکریم هاشمي او د اوزبېکستان د سوداګرۍ خونې رییس دوران وهابوف، دغه هېواد ته د بامیان د ۱۰۰ زره ټنه کچالانو پر صادراتو هوکړه کړې او د قرارداد د وروستي کولو چارې یې روانې دي. د سوداګرۍ خونې په خبره، د دغه محصول لومړۍ جوپه د حیرتان بندر له لارې د اوزبېکستان ترمذ ښار ته لېږدول کېږي. د دواړو هېوادونو سوداګرۍ خونې د سیمه‌ییزو چارواکو او سوداګرو په همکارۍ د بزګرانو او پېرودونکو ترمنځ د اړیکو زمینه برابروي او د کرنیزو محصولاتو د پېر، بازارموندنې او لېږد برخو کې همکاري کوي. دغه اقدام کولای شي د بامیان د بزګرانو د محصولاتو د پلور…

Quick facts

LocationKabul
TopicEconomy
Sources1
Updated2026-11-12 05:49:36

Timeline

  1. Pajhwok

    د بامیان د کچالانو لومړۍ جوپه اوزبېکستان ته صادره شوه

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-12 10:17:53

د بامیان د کچالانو لومړۍ جوپه اوزبېکستان ته صادره شوه

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button