Newsافغانستاندرینیمروز

«بانوان زرنج» کارخونه؛ هغه ځای چې سلګونو ښځو ته پکې د روزنې او… — Pajhwok

در حال تکمیلNewsنیمروز1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-11-12 09:05:03🎙 رادیو را بشنوید

زرنج (پژواک) – د نیمروز په مرکز زرنج کې د «بانوان زرنج» په نوم د لاسي صنایعو او جامو د تولید یوه کارخونه چې درې کاله مخکې یې په ډېرو کمو امکاناتو فعالیت پیل کړی و، اوس پر یوه لوی تولیدي مرکز بدله شوې او د دې ترڅنګ یې ۸۰۰ نجونو ته د روزنې او ۱۳۰ ښځو ته د کار زمینه هم برابره کړې ده. د «بانوان زرنج» کارخونې مسوولې سهیلا علیزهي پژواک ته وویل چې دغه کارخونه یې درې کاله مخکې په ډېرو کمو امکاناتو چې د خیاطۍ پنځه ماشینونه او پنځه کارکوونکي یې درلودل، جوړه کړې وه. هغې زیاته کړه، په تېرو درېیو کلونو کې د کارخونې د فعالیتونو له پراخېدو سره د غالۍ اوبدلو، مرۍ اوبدلو او لاسي صنایعو برخې هم ورزیاتې شوې دي. اوس د دغه مرکز په تولیداتو کې افغاني ګنډ، لاسي اوبدل شوې غالۍ، په مرۍ ګنډل شوي کالي او ټیکري، بلوچي زیګپدان او نور لاسي صنایع شامل دي. د نوموړې په خبره، د کارخونې فعالیتونه ورو ورو پراخ شول او وروسته د نجونو لپاره وړیا زده‌کړې هم پیل شوې؛ په دې برخه کې تر اوسه ۸۰۰ ښځې او نجونې روزل شوې دي. هغې وویل، ځینو نجونو د مهارتونو له زده‌کړې وروسته خپل شخصي کارځایونه جوړ کړي او ځینې نورې په تولیدي کارګاوو کې په کار بوختې شوې دي. د یادې کارخونې مسوولې زیاته…

اطلاعات کوتاه

مکاننیمروز
موضوعNews
منابع1
به‌روزرسانی2026-11-12 09:05:03

خط زمانی

  1. Pajhwok

    «بانوان زرنج» کارخونه؛ هغه ځای چې سلګونو ښځو ته پکې د روزنې او کار زمینه برابره شوې ده

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-12 13:33:30

«بانوان زرنج» کارخونه؛ هغه ځای چې سلګونو ښځو ته پکې د روزنې او کار زمینه برابره شوې ده

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button